Language

ملي دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې پاکستاني پوځ ته درانه تلفات او مالي زیانونه اوښتي

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۴): د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه له پاکستاني پوځ سره په نښتو او هوايي بریدونو کې پاکستاني عسکرو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې، ۱۲ پوستې او قرارګاوې له منځه وړل شوې او درې ډرون الوتکې یې هم نسکورې شوې دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له پاکستان اړخ څخه د انتقامي بریدونو په جریان کې تیره ورځ او شپه بیا هم ” افغان ځوکونو “د پاکستاني پوځیانو د سرکشیو په غبرګون کې” سخت بریدونه کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه عملیات د کندهار، ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په استقامت د ډیورند کرښې پورې غاړې ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: ” د ا ا ا د دفاع وزارت هوايي ځواکونو نن سهار شاوخوا اته بجې د بلوچستان ایالت کچلاغ سیمه کې د غزه بند په نوم د پاکستان نظامیانو د اپ سي په عمومي قومندانۍ باندې هوايي بریدونه وکړل.”
د خبرپاڼې له مخې، په یادو بریدونو کې چې د یادې قومندانۍ دفتر او د عسکرو لیله په نښه شوي، لسګونه اپ سي عسکر مړه او ژوبل دي او ودانۍ ته هم دروند زیان اوښتی دی.
دغه راز د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستاني پوځیانو ګڼ انتقامي بریدونه ترسره شوي، چې په کې د یادو پوځیانو ۱۲ پوستې او قرارګاوې له منځه وړل شوې، ۴۱ تنه عسکر وژل شوي او ۵۳ تنه ټپيان دي.
دغه راز خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان ځواکونو له لوري د پاکستان پوځي رژیم ۳ کشفي او ډرون الوتکې هم را نسکورې شوي دي.
ياد وزارت زیاتوي: “په یادو نښتو کې زموږ ۳ تنه مجاهدین شهیدان او ۷ تنه ټپيان شوي دي.”
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه چې “د پاکستان کاذب ارګانونه کوم ارقام خپروي کاملا ناسم او له پروپاګند څخه ډک دي.الحمدلله د اسلامي امارت مجاهد امنیتي ځواکونه خورا کم تلفات لري.”

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستاني پوځیانو په ړندو هوايي او توغندويي بریدونو کې بیا هم ملکي کورونه او عام ولس په نښه شوي چې یو شمیر خلک په کې شهیدان او ټپيان دي، ګڼ ملکي کورونه ویجاړ شوي او زرګونه خلک د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.