کابل (پژواک، ۲ حمل ۱۴۰۵): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) مشر اعلان کړی چې په تېر میلادي کال کې ۲.۱ میلیونه کسانو په افغانستان کې پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.

په افغانستان کې د یونیسف مشر تاجالدین اویوالی پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغو کسانو کې ماشومان او میندې هم شاملې دي، چې اوس کولی شي د خپلو کورنیو ساتنه وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې یونیسف به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، څو افغانستان کې د لا ډېرو خلکو لپاره پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی برابر شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د هېواد د اقتصاد وزیر قاري دینمحمد حنیف له تاجالدین اویوالی سره په لیدنه کې ویلي وو چې د یونیسف فعالیتونه د څښاک اوبو برابرولو، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او خوراکي مرستو په برخه کې حیاتي ارزښت لري.

سروري