جلالاباد (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د جلالاباد ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې درې کسان د موټرو د غلاوو په تور نیولي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوو کسانو به په جلالاباد ښار کې د خلکو موټر غلا کول، وروسته به یې ځانګړو ځایونو ته لېږدول، هلته به یې رنګول او یا به یې پرزه کول او بیا به یې په کم قېمت پلورل.
سرچینه زیاتوي، امنیتي پولیسو له یادو کسانو سره د موټرو یو شمېر پرزې او ځینې نمبرپلېټونه او یو غلا شوی موټر هم ترلاسه کړي.
امنیه قوماندانۍ لیکلي، نیول شوو کسانو په خپلو کړنو اعتراف کړی دی.