Language

ټرمپ د درمل جوړولو پر شرکتونو د فشار لپاره پر ځینو درملو د سل سلنې تعرفې لګولو اعلان کړی

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۵): د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يوه اجرایي فرمان په لاسلیکولو سره اعلان کړی چې ښايي د «پټنټ» ثبت حق لرونکو پر ځینو درملو تر ۱۰۰ سلنه پورې تعرفه ولګول شي.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه فرمان د پنجشنبې په ورځ صادر شوی دی؛ هغه شرکتونه چې د امریکا له حکومت سره د «غوره امتیازي بیې» (Most Favoured Nation) تړون لاسلیک کړي او په امریکا کې د تولیدي تاسیساتو په جوړولو او پانګونې بوخت دي، له دې تعرفې به معاف وي.
سرچینې لیکلي، هغه شرکتونه چې لا یې دا ډول تړون نه دی لاسلیک کړی، خو په امریکا کې د تاسیساتو په جوړولو بوخت دي، له ۲۰ سلنې تعرفې سره مخ کېږي چې دا کچه به د څلورو کلونو په موده کې تر ۱۰۰ سلنې پورې لوړه شي.
د امریکا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې شرکتونه لا هم څو میاشتې وخت لري څو د درنو تعرفو له پلې کېدو مخکې له حکومت سره هوکړې ته ورسېږي. لوی شرکتونه به د خبرو اترو لپاره ۱۲۰ ورځې او نور شرکتونه ۱۸۰ ورځې وخت ولري.
د نوموړي په وینا، تر اوسه له لویو درمل‌جوړوونکو شرکتونو سره ۱۷ هوکړې شوې دي چې له دې ډلې ۱۳ یې لاسلیک شوې دي، خو د هغو شرکتونو نومونه یا ځانګړي درمل چې ښايي تعرفه پرې ولګول شي، نه دي اعلان شوي.
ټرمپ په دغه فرمان کې ټینګار کړی چې دغه اقدام د هغو ګواښونو د مخنیوي لپاره اړین دی چې د درملو او د درملو د لومړنیو موادو د وارداتو له امله د امریکا ملي امنیت ته پېښېږي.
دغه پرېکړه له نیوکو سره هم مخ شوې ده. د درمل جوړونې صنعت مشرانو او روغتیايي بنسټونو خبرداری ورکړی چې دا ډول تعرفې ښايي د درملو بیې لوړې کړي او په امریکا کې پانګونه کمه کړي.