ژبه

غزه کې د اسرائیلو په دوو بریدونو کې ١٩ فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

Ahmad sohaib

۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۹:۳۱

Views: ۱

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د غزې روغتیايي چارواکي وايي، په غزه ښار کې د اسرائیلو په دوو جلا هوايي بریدونو کې لږ تر لږه پنځو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور ټپیان دي.
رویټرز د غزې د روغتیايي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسرائیلو د غزې ښار د «تل‌الهوا» په سیمه کې پر یوه موټر هوايي برید کړی چې له امله یې څلورو کسانو ژوند بایللی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، اسرائیلو د غزې ښار په بله سیمه کې هم پر یوه اپارتمان هوايي برید کړی چې په کې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی دی.
فلسطیني چارواکي وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له جګړې راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۷۴ زرو ډېرو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.