کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د امریکا پوځ اعلان کړی چې له دوولسو کلونو وروسته د دغه هېواد وروستي ځواکونه له عراقه وتلي دي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د تېر وخت ناسمو پرېکړو امریکا کلونه په عراق کې ښکېله ساتلې وه.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د بغداد او واشنګټن د هوکړې پر بنسټ، وروستي امریکايي ځواکونه د عراق په شمال کې له یوې هوايي اډې وتلي دي.
په راپور کې راغلي چې ټرمپ پر ټولنیزه شبکه په یوه پیغام کې ویلي، د سپټمبر تر ۳۰مې د امریکايي ځواکونو وتل په «منظم ډول» ترسره شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو هوکړه دوه کاله مخکې د بغداد او واشنګټن ترمنځ شوې وه.
اسوشیټېډ پرېس لیکلي چې ټرمپ وروسته په سپینه ماڼۍ کې په یوه پروګرام کې ویلي، د تېر وخت ناسمو پرېکړو امریکا د اوږدو کلونو لپاره په عراق کې ښکېله ساتلې وه او له عراقه د ځواکونو له وتلو سره به د تاریخ دغه پړاو پای ته ورسېږي.
ټرمپ د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا او عراق لپاره یوه لاستهراوړنه بللې او هغه یې پر داعش د بریا نښه ګڼلې ده.
اسوشیټېډ پرېس دغه راز لیکلي، د یادو ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د روان کال په لومړیو کې له ایران سره د امریکا د جګړې د پیل په اړه د هغه پرېکړه، د ماموریت د نه روښانتیا او اوومې میاشتې ته د جګړې د نږدې کېدو له امله، د عراق له جګړې سره پرتله شوې ده.