کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۵): ټاکل شوې د ۲۰۲۶ کال د «کازان فورم» غونډه کې د روسیې (تاتارستان)، ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د یوې درې اړخیزې ترانسپورتي لارې جوړولو تړون لاسلیک شي؛ دا لاره د «شمال – سوېل» ترانسپورتي لارې د بدیل او سیمهییزه سوداګرۍ کې د اسانتیا لپاره په پام کې نیول شوې ده.
روسي رسنیو د دغه هېواد د افغانستان د سوداګریز مرکز له قوله ویلي چې دغه مسیر د «شمال–جنوب» لارې د بدیل په توګه مطرح شوی دی؛ هغه لار چې د ایران په سیمه کې د تاوتریخوالي او نظامي شخړو له امله کارول یې له ستونزو سره مخ دي.
رستم حبیبولین هم څرګنده کړې چې د دې پروژې عملي کېدو وړاندیز د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د وزیر له خوا وړاندې شوی او تمه کېږي چې لومړني تجارتي توکي له تاتارستان سیمې پرې ولېږل شي.
د راپورونو له مخې، دا نوې لاره کولی شي د روسي صادروونکو لپاره او همدارنګه د اروپایي او اسیایي شرکتونو لپاره چې د مالونو د انتقال لپاره خوندي لارې لټوي، ځانګړې اهمیت ولري.