ژبه

غزني کې یوه ماشوم اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

واحد الله جمعه زاده

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۰۸:۳۵

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې یوه ماشوم اوبو کې د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزني د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د ګیرو ولسوالۍ په «دېسي» کلي کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې د جاوید په نوم دغه څلور کلن ماشوم د اوبو یوه حوض ته لوېدلی او ژوند له یې لاسه ورکړی دی.

امنیه قومانداني له کورنیو غوښتي چې د اوبو د حوضونو، ویالو او نورو احتمالي خطرناکو ځایونو ترڅنګ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د غزني د اجرستان ولسوالۍ په عثمان‌خیلو کلي کې یو ماشوم د اوبو په حوض کې د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.