Language

د ایران او امریکا ترمنځ د ۴۵ ورځني اوربند لپاره د منځګړو هڅې

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ایران، امریکا او یو شمېر سیمه‌ییز منځګړي د ایران او امریکا ترمنځ د ۴۵ ورځني اوربند د ټینګښت لپاره پر یوې طرحې کار کوي.

آکسیوس خبري رسنۍ د څلورو امریکايي، اسراییلي او سیمه‌ییزو سرچینو له قوله، چې له خبرو اترو خبر دي، راپور ورکړی چې که هوکړه وشي، دغه ۴۵ ورځنی اوربند کولای شي د جګړې دایمي پای ته رسېدو ته لاره برابره کړي.

په راپور کې راغلي چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې په منځګړیتوب روانې دي.

د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکوف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ترمنځ هم لیکلي پیغامونه تبادله کېږي.

خو سرچینو ویلي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د موقتي هوکړې د ترلاسه کېدو احتمال کم دی.

د دغو سرچینو په وینا، ایراني چارواکو منځګړو ته ټینګار کړی چې نه غواړي د غزې تړانګې یا لبنان په څېر وضعیت رامنځته شي، داسې چې اوربند یوازې پر کاغذ وي خو بریدونه هر وخت بیا پیل کېدای شي.

سرچینو زیاته کړې چې د منځګړو په باور، د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل او د ایران د غني شويو یورانیمو لپاره حل‌لاره—که هغه له هېواده ایستل وي او که یې رقیق کول—یوازې د یوې وروستۍ هوکړې په پایله کې ممکن دي.

ایران تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.