کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۵): غزني کې یو شمېر ښوونکي وایي چې دوی ته د ځانګړي شوي ښارګوټي قانوني پړاوونه بشپړ شوي، خو تر اوسه یې د نومرو د عملي وېش لړۍ نه ده پیل شوې او غوښتنه کوي چې د نومرو د وېش لړۍ دې ژر ورته پیل شي.
هغوی زیاتوي چې دغه ښارګوټی د غزني ښار شمال ته په شاوخوا درې کیلومترۍ کې د شیخ عبدالسلام سیمه کې موقعیت لري، خو د نومرو د وېش بهیر یې له څو کلونو راهیسې ولاړ دی.
د ښوونکو په خبره، دغه ښارګوټی په ۱۳۹۳ لمریز کال کې پرانیستل شوی، نقشه یې ترتیب شوې او په سلګونو ښوونکو ته د نومرو سپین ټوکنونه هم ورکړل شوي، خو تر اوسه یې عملي وېش نه دی پیل شوی.
غزني کې یوه ښوونکي محمد حلیم فاروقي پژواک ته وویل: «موږ کلونه کېږي د دغه ښارګوټي د وېش په تمه یو، ټول قانوني اسناد بشپړ شوي، خو لا هم عملي اقدام نه دی شوی.»
نوموړي زیاته کړه، د ښوونکو معاشونه کم دي، ان د ژوند لومړني لګښتونه هم نه شي پوره کولی او له بلې خوا ډېری ښوونکي د اوسېدو دایمي ځای نه لري.
هغه وایي: «نږدې ۱۵ کاله مخکې موږ ته د نومرو سپین ټوکنونه راکړل شوي، خو تر اوسه مو خپله ځمکه نه ده لیدلې.»
یو بل ښوونکی مختاراحمد هم وایي، په غزني کې ډېری ښوونکي د استوګنې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي، که د دغه ښارګوټي ځمکه ووېشل شي، د دوی ډېرې ستونزې به حل شي.
د نوموړي په خبره، سره له دې چې د ښارګوټي د نومرو د وېش قانوني مراحل بشپړ شوي، خو دغه بهیر لا هم ځنډېدلی دی.
هغه له اړوندو ادارو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د ښارګوټي د وېش چارې پیل او پر مستحقو ښوونکو دې نومرې ووېشل شي.
ځینو نورو ښوونکو هم له پژواک سره په خبرو کې په یاد ښارګوټي کې د نومرو د وېش د چارو د پیل غوښتنه وکړه.
د غزني د پوهنې رئیس مولوي نصیراحمد حسیني پژواک ته وویل، هڅه کوي دغه ښارګوټی ووېشي، خو د ده په وینا، په غزني کې د مستحقو ښوونکو شمېر ډېر دی او دغه بهیر له ځینو ستونزو سره مخ دی.
هغه زیاته کړه: «په غزني کې دوه ښارګوټي موجود وو چې له ډلې یې یو غصب شوی دی، هڅه کوو دا ستونزه حل کړو، تر هغه وروسته به د وېش پروسه چټکه شي.»
د پوهنتون یوه استاد مسعود پښتون پژواک ته وویل: «د غزني د ښوونکو له لوري د ښارګوټي د نومرو غوښتنه یوه پر ځای او معقوله غوښتنه ده. ښوونکي هغه قشر دی چې کلونه یې د ټولنې د روزنې او پوهاوي لپاره خدمت کړی، چې ډېرو یې په سختو شرایطو کې دندې ترسره کړې او د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري.»
د هغه په خبره، د ښارګوټي وېش کولی شي ښوونکو ته د ثبات احساس ورکړي چې دا به په مستقیم ډول د زدهکړو پر کیفیت اغېز وکړي.
د ده په خبره، کله چې یو ښوونکی د سرپناه له اندېښنې خلاص وي، نو ټول تمرکز یې پر تدریس او د زدهکوونکو پر روزنه وي.
د یادونې ده، دا مهال په غزني کې د ښځینه ښوونکو په ګډون شاوخوا ۱۴ زره ښوونکي په نږدې ۷۰۰ ښوونځیو کې شاوخوا ۴۵۰ زره زدهکوونکو ته زدهکړې ورکوي.