زرنج (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۵): د نیمروز ولایتي روغتون کې د تشخیصي وسایلو د کمښت په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې یوه افغان ملي سوداګر او د سعودي عربستان یوه خیرغوښتونکي له دغه روغتون سره د ۱۳۰ میلیون افغانیو او ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وکړه.
پژواک د ۱۴۰۴ کال د سلواغې په ۲۵مه د نیمروز روغتون کې د تشخیصي امکاناتو د کمښت په اړه راپور خپور کړی و. په دغه راپور کې د نسایي ولادي برخې متخصصینو غوښتنه کړې وه چې ولایتي روغتون دې پر پرمختللو تشخیصي وسایلو سمبال شي.
اوس د هېواد د عامې روغتیا وزارت د نیمروز ولایتي روغتون لپاره د پرمختللو طبي وسایلو د پېرلو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د سعودي عربستان د یوه خیرغوښتونکي شیخ عبدالله بن الثاني په مرسته د ۱۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت طبي وسایل د نیمروز ولایتي روغتون لپاره اخیستل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو پرمختللو وسایلو کې سيټيسکن، امارای او نور طبي تجهیزات شامل دي چې په نږدې راتلونکې کې به د روغتون د خدمتونو په وړاندې کولو کې ترې ګټه واخیستل شي.
همداراز، وزارت ویلي چې د هېواد یو ملي سوداګر ګلاحمد نورزاد هم د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي وسایل او لوازم له یاد روغتون سره مرسته کړې او ژمنه یې کړې چې ورته مرستې به په فراه او کندهار ولایتونو کې هم وکړي.
له بلې خوا، حاجي ګلاحمد نورزاد چې د «نورزاد وروڼو» شرکت له مسوولینو څخه دی، پژواک ته وویل چې دغه شرکت د ۲۰ زره او ۴۰۰ ډالرو په ارزښت طبي وسایل د ولایتي روغتون لپاره اخیستي او ۱۰ زره ډالر نور به هم د دغه ولایت له پنځو ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه: «موږ د پژواک راپور د هغوی په ویبپاڼه کې ولوست؛ رښتیا هم دردناکه ده چې یو ناروغ د تشخیصي امکاناتو د نشتوالي له امله بل ولایت ته ځي او له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي. له
همدې امله مو پرېکړه وکړه چې دا مرسته ترسره کړو څو د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه شي او خلک د لومړنیو ناروغیو د تشخیص لپاره نورو ولایتونو ته سفر ونه کړي.»
هغه وویل چې د الټراسوند (ټلویزیوني معاینې) ماشین، وینټیلاتور (د تنفس دستګاه) او د زړه د برېښنايي فعالیت د ثبت وسیله (ECG) هم د دغه روغتون لپاره اخیستل شوي دي.
نوموړي همداراز وویل چې الکټروکوټر هم د دغو وسایلو په ډله کې شامل دی؛ دا یوه طبي وسیله ده چې په جراحي عملیاتو کې د برېښنايي جریان په وسیله د نسج پرې کولو یا د وینې د بهېدو مخنیوي لپاره کارول کېږي.
له بلې خوا، د زرنج د ولایتي روغتون رییس عبدالحکیم رسولي وویل چې دغه وسایل کولای شي د عاجل، جراحي، ولادي او ځانګړې پاملرنې په څانګو کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي او د دغو وسایلو په کارولو سره به ناروغانو ته باکیفیته او چټک روغتیايي خدمات وړاندې شي.