Language

د معیار او کیفیت ادارې ۲۵ ټنه بې‌کیفیته ګاډر بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولي

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره وايي چې د کورنیو بازارونو خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه یې د «نوداني» په نوم ۲۵ ټنه بې‌کیفیته ګاډر بېرته ګرځولي دي.

یادې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ګاډر له کورنیو معیارونو سره برابره نه وو او د شیخ ابونصر فراهي بندر کې له پېژندنې وروسته له هر اړخیزې ارزونې او د کیفیت له دقیق کنټرول وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته واستول شول.

دې ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په منظم، شفاف او جدي ډول روان دی او د هغو توکو پر وړاندې چې ټولنې ته زیان رسوي، هیڅ ډول نرمښت نه ښيي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي چې کورني معیارونه په جدي توګه رعایت کړي او د باکیفیته او سالم بازار رامنځته کولو برخه کې خپل دیني او ملي مسوولیت ادا کړي.