Language

د کورونو جوړولو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه د رياست‌الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ غونډه وشوه

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۵): د رياست‌الوزراء د اداري مرستيال په مشرۍ يوه غونډه کې د ابادۍ د جوازونو صادرولو بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او استوګنيزو کورونو جوړولو برخه کې د خنډونو لرې کولو په اړه خبرې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د کور او ښار جوړولو او بهرنيو چارو وزارتونو، د چارو ادارې عمومي ریاست، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي رياست د استازو په ګډون د کورونو جوړولو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه غونډه ترسره شوه.

هغه لیکلي چې په دې غونډه کې د ابادۍ جوازونو صادرولو بهير کې د اسانتياوو رامنځته کولو پر لارو چارو او په پلاني او غيرپلاني سیمو کې د استوګنيزو کورونو جوړولو لپاره د غوره زمينې برابرولو پر وړاندې د خنډونو پر لرې کولو خبرې وشوې.

فطرت زیاته کړې، ګډونوالو ټينګار وکړ چې هېوادوالو، په ځانګړي ډول راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره بايد عملي او اغېزناک ګامونه واخيستل شي، څو دوی وکولای شي په چټک او منظم ډول د سرپناه جوړولو لپاره اقدام وکړي.

د ده په خبره، همداراز د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زياتوالي او د کاري پروسو د چټکتيا په اړه هم خبرې وشوې او مسوولینو څرګنده کړه چې د کورونو جوړولو لپاره د مناسبې زمينې برابرول د ښارونو يوه اساسي اړتیا ده او ورته جدي پاملرنه کولای شي د هيوادوالو د ژوند په ښه‌والي کې مهم رول ترسره کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند لیکلي چې د نيول شوو تصميمونو پر جدي تعقيب او د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همکاريو پر دوام ټينګار وشو، څو خلکو ته د کورونو جوړولو او کارموندنې بهير په اغېزناک او اسانه ډول برابر شي.