Language

د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی اوزبېکستان ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې د معین په مشرۍ یو پلاوی له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په تړاو یوه نړۍواله غونډه کې د ګډون په موخه اوزبېکستان ته ولاړ.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې افغان پلاوي ته په یاده ناسته کې د اوزبېکستان د ولسمشر د سیاسي چارو سلاکار ډاکټر عبدالعزیز کاملوف له لوري بلنه ورکړل شوې وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې یاده نړۍواله مجمع د روانې میاشتې په ۲۰مه د بېلابېلو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د استازو په ګډون ترسره شي، چې پکې به د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال ګواښونه وارزول شي او د سیمه‌ییزو او نړۍوالو همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو به بحث وشي.

خبرپاڼه کې راغلي، تمه ده افغان پلاوی به په دې مجمع کې له نشه‌یي توکو سره مبارزه کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې، هڅې او راتلونکې برنامې وړاندې کړي او د ګډو همکاریو د پراختیا برخه کې به رغنده بحثونه ترسره کړي.