Language

لوګر کې یو ډاکټر وژل شوی

پل‌علم (پژواک، ۷ غويی ۱۴۰۵): د لوګر ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو ډاکټر وژل شوی او د دې وژنې په تړاو یو کس نیول شوی دی.

د لوګر د والي ویاند مولوي میرویس ابدالي پژواک ته وویل، پېښه تېره شپه شاوخوا  ۸ بجې د کندهاریو له پله سره د اصحاب بابا ښارګوټي سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په خبره، وژل شوی ډاکټر غلام‌غوث نومېده چې د محمداغې ولسوالۍ د کتب‌خېلو سیمې اوسېدونکی و.

سرچینې زیاتوي چې نوموړی د ناپېژنده کسانو له لوري د کلاشینکوف په ډزو وژل شوی دی.

ابدالي دغه‌راز ویلي چې د یاد ډاکټر د وژلو په تړاو یو کس هم نیول شوی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

امنیتي مسوولین وایي، د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.