کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۵): زینب ایوبي، هغه ځوانه نجلۍ چې په تېرو څلورو کلونو کې یې د څه باندې ۳۰۰ دیني کتابونو په لوستلو سره د «د مؤمنانو د میندو سیرت» تر سرلیک لاندې اثر لیکلی، وایي چې نجونې کولی شي له زدهکړو سره د مینې له لارې پرمختګ ته لاسرسی ومومي.
زینب ایوبي د کابل ښار اوسېدونکې ده. هغه چې په ۱۳۸۴ کال کې زیږېدلې، وایي چې دا مهال په یوه آنلاین پوهنتون کې د شرعیاتو برخه کې پر لوړو زدهکړو بوخته ده.
هغې وویل چې څلور کاله وړاندې، کله چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو او پوهنتونونو محدودیتونه وضع شول، ډېره اغېزمنه شوه؛ خو ناسته پاتې نه شوه او له مطالعې او کتاب لوستلو یې لاس وانه خیست.
هغې زیاته کړه: «کله چې په هېواد کې بدلونونه راغلل، موږ مطالعې ته لېوالې شوو او پلار او مور موږ ته یو کلنی پلان جوړ کړ چې په هغه کې ډېر موارد شامل وو او یو له مهمو یې مطالعه وه.»
هغې دغهراز وویل: «موږ یو مهالوېش هم درلود چې په هره برخه کې چې مو لېوالتیا لرله، مطالعه مو کوله او ماښام به مو د کورنۍ د غړو په حضور کې وړاندې کوله چې کوم مطالب مو لوستي او د هغو لنډیز به مو بیاناوه.»
زینب زیاته کړه چې خپله مطالعه یې له اسلامي مضامینو، په ځانګړي ډول د رسول الله (ص) د مېرمنو له سیرت څخه پیل کړې او تر اوسه یې له ۳۰۰ څخه زیات دیني کتابونه لوستي دي.
د هغې په خبره، ډېری هغه کتابونه چې لوستي یې دي، د انلاین بڼې په توګه (PDF) ترلاسه کړي دي.
هغې د خپلې مطالعې په اړه وویل: «تر ټولو زړهراښکونکی کتاب چې ما لوستی، “رحیق المختوم” دی چې د رسول الله (ص) د سیرت په اړه دی، او بل کتاب چې د حضرت بيبي عایشې رضیالله عنها په اړه د سید سلیمان ندوي له خوا لیکل شوی، پر ما ډېر اغېز کړی؛ ځکه د هغې د ژوند جزئیات په دقیق ډول بیان شوي دي.»
خو زینب د ارواپوهنې برخه کې هم مطالعه کړې ده.
هغې په دې اړه چې څنګه لیکلو ته لېواله شوه، وویل چې پلار یې وهڅوله څو لیکنه وکړي او یو اثر چاپ کړي.
هغې زیاته کړه: «زما پلار هم لیکوال دی او څو کتابونه یې لیکلي دي؛ ما د لیکوالۍ طریقې په کور کې له پلاره زده کړې او وروسته مې د رسول الله (ص) د مېرمنو د سیرت په اړه د خپل اثر لیکل پیل کړل.»
د «د مؤمنانو د میندو سیرت» اثر چې په ۱۵ څپرکو کې تنظیم شوی، د اسلام د پیغمبر (ص) د مېرمنو د ژوند په اړه دی او په ۱۴۰۳ کال کې بشپړ او چاپ شوی دی.
هغې د دغه اثر لیکلو موخه داسې بیان کړه: «زموږ په ټولنه کې اړتیا ده چې ټول خلک، په ځانګړي ډول ښځې، د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د ځای ځایګي په اړه پوه شي، او دا یوازې د پیغمبر (ص) د مېرمنو د سیرت له مطالعې پرته ممکن نه دی.»
زینب وایي چې خپلې مطالعې ته به دوام ورکوي او دا مهال پر بل اثر هم کار کوي چې ویې لیکي.
هغې ټینګار وکړ چې ټولې نجونې کولی شي له زدهکړې سره د مینې له لارې پرمختګ وکړي او نورو نجونو ته یې پیغام ورکړ: «باید په ځان کې دوه شیان ولري؛ یو انګېزه او بل لېوالتیا. که یو کس لېوالتیا ونه لري، هيڅکله نه شي کولی خپلو موخو ته ورسېږي.»
زینب په پای کې خپله بریا د خپلې کورنۍ له ملاتړه وبلله او ویې ویل: «که زما کورنۍ نه وای، هيڅکله مې نه شوای کولی ۳۰۰ کتابونه ولولم یا ولیکم، حتا فکر مې هم نه شوای کولی.»
له بلې خوا، د زینب مور فرزانه هاشم ایوبي وایي چې د کورنیو له مهمو مسوولیتونو یو هم د اولادونو تعلیم او تربیه ده.
هغې زیاته کړه، والدین باید هڅه وکړي څو د خپلو ماشومانو لپاره د زدهکړو زمینه چې له هرې ممکنې لارې وي برابره کړي.
فرزانې چې د واده له امله نه ده توانېدلې خپلې زدهکړې بشپړې کړي، نورو میندو ته په پیغام کې وویل: «که څه هم اوس په افغانستان کې د نجونو لپاره زدهکړې سختې شوې، خو لکه څنګه چې ما خپله زدهکړې پرېښودې څو خپل اولادونه ښه وروزم، اوس یې پایله وینو. تاسې هم هڅه وکړئ چې د خپلو اولادونو په روزنه او زدهکړو کې ډېر دقیق اوسئ.»
له بلې خوا، د تعلیم او تربیې برخې کارپوه جمالالدین سلیماني پژواک ته وویل چې هیڅ شی او هیڅ محدودیت نه شي کولی د زدهکړو مخه ونیسي، او زینب له ۳۰۰ څخه د زیاتو کتابونو په مطالعې سره وښوده چې افغان نجونې کولی شي ان په کورونو کې د علم او پوهې په لاره کې ګام واخلي.
هغه زیاته کړه: «نجونې کولی شي د مطالعې، انلاین زدهکړو، کورسونو او یا هم د کورنۍ له غړو د زدهکړو له لارې د پرمختګ مسیر غوره کړي.»
سلیماني باور لري چې یوه ورځ به حتماً راشي چې د اسلامي امارت له خوا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او تحصیلي مرکزونو دروازې پرانیستل شي.