ژبه

مکسیکو کې د یوه بس چپه کېدو پېښه کې ۱۱ کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د مکسیکو په نایاریټ ایالت کې د یوه ګرځندوی بس چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه بس له خالیسکو ایالت څخه د یوه تفریحي مرکز پر لور روان و چې د «اماتلان د کانیاس» ښار ته څېرمه له سړکه ووت او چپه شو.

د چارواکو په خبره، د نایاریټ او خالیسکو ایالتونو د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي او د ټپیانو د ژغورنې او د پېښې د علت د څېړنې لپاره یې لویه لاره تړلې ده.

سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې مرګونې ترافیکي پېښې، په ځانګړې توګه د بسونو اړوند، د لاتینې امریکا په هېوادونو لکه مکسیکو کې عامې دي او پخوا هم ورته پېښو درنې مرګ‌ژوبلې اړولي دي.

ورته موضوع