ژبه

مرکز او ولایتونو کې د حکومت یو شمېر لوپوړي او ټیټ‌پوړي چارواکي تغییر او تبدیل شوي

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت ویاند وایي چې د مشرتابه د فرمان له مخې، په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، د فاریاب ولایت مخکنی والي ملا عبدالاحد فضلي؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر، د بادغیس مخکنی والي ملا محمدحنیف حمزه د فاریاب د والي، د بغلان مخکنی والي مولوي عبدالرحمن حقاني د خوست د والي، د خوست مخکنی والي مولوي عبد ﷲ مختار د بغلان د والي او د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت مخکنی مشاور ملا محمدولي جان د بادغیس د والي په توګه ټاکل شوي دي.

هغه لیکلي، دغه‌راز د پکتیکا مخکنی مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني چارو د انسجام د معین، د میدان‌وردګو مخکنی امنیه قوماندان مولوي عبدالقیوم هلال د بغلان د امنیه قوماندان، د بغلان مخکنی امنیه قوماندان ملا عبدالحق د میدان‌وردګو د امنیه قوماندان، د زندانونو چارو ادارې د بندیانو د سلب ازادي د مخنیوي مخکنی رییس مولوي محمدعمر مخلص د نیمروز د امنیه قوماندان، د میدان‌وردګو مخکنی مرستیال والي ملا فریدﷲ قیام د لوګر د امنیه قوماندان او د پکتیا مخکنی مرستیال والي مولوي انعام‌ﷲ صلاح‌الدین د لوګر د مرستیال والي په توګه ګمارل شوي دي.

مجاهد زیاته کړې چې د لوګر مخکنی مرستیال والي مولوي محمدانور د پکتیا د مرستیال والي، د نیمروز مخکنی امنیه قوماندان ملا عبدالظاهر مدثر د میدان‌وردګو د مرستیال والي، د هلمند مخکنی مرستیال والي مولوي محمدنبي حماس د بغلان د مرستیال والي، د فراه مخکنی مرستیال والي مولوي رحیم‌ﷲ محمود د هلمند د مرستیال والي، د ۲۰۳ منصوري قول‌اردو د درېیمې پیاده لواء مخکنی قوماندان مولوي محمدګل خیبر د فراه د مرستیال والي، د بغلان مخکنی مرستیال والي ملا محمدهمایون جهاد یاد د ۲۰۳ منصوري قول‌اردو د درېیمي پلې لواء د قوماندان، د پکتیکا د علماوو شورا مخکنی غړی قاضي نورﷲ د همدغه ولایت د مرستیال والي او د لوګر مخکنی امنیه قوماندان ملا اغاولي حنفي د زندانونو چارو عمومي ریاست د ازادۍ د سلب شوو ځایونو د څارنې ریاست د رییس په توګه ټاکل شوي دي.