کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۵): د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فراه د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ملا کلیمالله ننگیال پژواک ته ویلي چې دا پېښه نن (دوشنبه) د مرکز اړوند په دیګفروش سیمه کې هغه مهال شوې چې یو مازدا موټر له یوه موټرسایکل سره ټکر کړی دی.
د سرچینې په خبره، په دې پېښه کې څلور کسان چې پر موټرسایکل سپاره وو، ځای پر ځای مړه شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي چې د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.