ژبه

هلمند کې څلورو کسانو اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

Ahmad sohaib

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸:۳۴

Views: ۱۴

لښکرګاه (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۵): د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې په دوو جلا پېښو کې څلورکسان د هلمند سیند په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي نصیر احمد مهاجر پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادو څلورو کسانو جسدونه پرون ناوختهموندل شوي دي.

هغه زیاته کړه، په لومړۍ پېښه کې د لښکرګاه ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سیمه کې یو کس سیند ته لوېدلی، ډوب شوی او ژوند یې لهلاسه ورکړی دی.

د نوموړي په وینا، په دویمه پېښه کې د ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې درې کسان د هلمند سیند په اوبو کې ډوب شوي او مړهشوي چې دوه یې وروڼه او کم‌عمره تنکي ځوانان وو.

مهاجر وایي، د اوړي په موسم کې د هلمند سیند ته د لامبو لپاره د خلکو تګ ډېرېږي چې له امله یې وخت ناوخت د ډوبېدو او مړینې پېښېرامنځته کېږي.

هغه له خلکو وغوښتل چې په سیندونو او ژورو اوبو کې د لامبو پر مهال لازم احتیاط وکړي او ماشومان او تنکي ځوانان له خطرناکو سیمولرې وساتي.