زرنج (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د نیمروز امنیتي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۲۲ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګلمحمد قدرت پژواک ته وویل چې دغه دواړه پېښې نن سهار د زرنج ښار او چهاربرجک ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې دي.
هغه وویل، په لومړۍ پېښه کې د زرنج ښار د «قرارګاه سفید» په سیمه کې، چې د امنیې قوماندانۍ د عمومي لویې لارې کنډک د څلورم تولي اړوند دی، «لوکسل» موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
د هغه په خبره، دغه پېښه د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله شوې چې په پایله کې یې یو پنځهکلن ماشوم مړ او درې نور کسان ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه له پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدولي دي.
قدرت وویل چې په دویمه پېښه کې د چهاربرجک ولسوالۍ د «چهلمریز» په سیمه کې یو مسافر وړونکی موټر چپه شوی چې له امله یې یو تن مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره، په دغه موټر کې ۲۰ کسان سپاره وو او غوښتل یې په قاچاقي ډول ایران ته واوړي.
د نیمروز امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې د دغې پېښې ټپیان هم د امنیتي ځواکونو له لوري د چهاربرجک ولسوالۍ کلینیک ته لېږدول شوي دي.