ژبه

ننګرهار کې د یوې مرمۍ چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

جلال‌اباد (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په رودات ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او یوه ماشومه ټپې شوې ده.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه پرون د روداتو ولسوالۍ اړوند په قطرغۍ سیمه کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي، یادو ماشومانو د څارویو څرولو پر مهال دغه مرمۍ موندلې وه چې پرې چاودېدلې، یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او یوه ماشومه ټپي شوې ده.

امنیې قوماندانۍ لیکلي، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، ټپي ماشومه یې روغتون ته انتقال کړې او د ماشوم جسد یې د هغه کورنۍ ته سپارلی دی.

خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي چې ناچاودو توکو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د دغه ډول توکو د لیدو پر مهال امنیتي ځواکونو ته خبر ور کړي.