ژبه

عراقچي: ايران يوازې هغه تړون مني چې عادلانه او هراړخيز وي

کابل (پژواک، ۱۶ غويی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير له خپل چيني سيال سره په ليدنه کې ويلي چې تهران له واشنګټن سره یوازې هغه تړون مني چې عادلانه او هراړخيز وي.

د تسنيم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سيدعباس عراقچي د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره په ليدنه کې د دغه هېواد د دريځ ستاينه کړې، په ځانګړې توګه د امريکا او اسرائيلو د اقداماتو په غندلو کې، او بیجينګ يې «د تهران نږدې ملګری» بللی دی.

نوموړي ټينګار کړی چې په اوسنیو شرايطو کې به د تهران او بیجينګ ترمنځ همکارۍ لا ټينګې شي.

هغه زياته کړې: «هغه جګړه چې زموږ پر ضد پيل شوې، ښکاره تېری او د نړۍوالو قوانينو څرګند نقض دی.»

عراقچي ويلي: «موږ به په خبرو اترو کې د خپلو مشروع حقونو او ګټو د ساتنې لپاره ټولې هڅې وکړو.»

په راپور کې د چين د بهرنيو چارو وزير له قوله راغلي چې د ايران پر وړاندې د امريکا او اسرائيلو جګړه «نامشروع او غيرقانوني» ده او بيجينګ چمتو دی چې د تاوتريخوالي کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د راپور له مخې، وانګ يي همداراز ويلي چې بشپړ اوربند ټينګول اړين او نه‌بدلېدونکی کار دی.

د يادونې ده، عباس عراقچي نن (چهارشنبه) سهار درې بجې د يوه ډيپلوماتيک پلاوي په مشرۍ بيجينګ ته رسېدلی دی.