کندهار (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۵): کندهار کې تېره شپه «انارګل» کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه چې پکې د کندهار ترڅنګ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ګڼ شمېر شاعرانو، د شعر مینهوالو، فرهنګي شخصیتونو او حکومتي چارواکو ګډون کړی و.
په دې مشاعره کې د شعرونو، ترنمونو، تمثیلي پارچو او ویناوو ترڅنګ د اسلامي نظام، ملي یووالي او ټولنیزو ارزښتونو اړوند بېلابېل مطالب وړاندې شول.
د مشاعرې په پیل کې د کندهار د علماوو شورا غړي شیخالحدیث مولوي عبدالهادي ابوالخالد ګډونوالو ته وینا وکړه ویې ویل چې شاعران، ترنم ویونکي او لیکوالان باید د خپل قلم او ژبې له لارې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي.
مولوي ابوالخالد زیاته کړه چې اوسنی امن او اسلامي نظام د مجاهدینو او ولس د قربانیو پایله ده او باید قدرداني یې وشي.
هغه وویل: «د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی اطاعت واجب دی، باید ټول یې اطاعت وکړو او شاعران، ادیبان، ترنم ویونکي او لیکوالان دې په خپلو شعرونو او لیکنو کې د ټولو فرمانونو توصیف او تشریح وکړي.»
نوموړي همداراز ځوانان وهڅول چې د دیني زدهکړو ترڅنګ د وسلې استعمال او د جهاد چمتووالی هم زده کړي، څو راتلونکی یې د اسلامي نظام تر چتر لاندې خوندي وي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شېراحمد حقاني هم د مشاعرې ګډونوالو ته وینا وکړه او ویې ویل چې شاعران د اسلامي نظام د دفاع او پیاوړتیا برخه کې مهم مسيولیت لري.
هغه زیاته کړه: «شاعران مکلفیت لري چې د اسلامي نظام د توصیف او دفاع لپاره شعرونه ولیکي او خپلو شعرونو کې هغو لاملونو ته اشاره وکړي چې د نظام د بقا، استحکام او ثبات سبب ګرځي.»
نوموړي ټینګار وکړ چې شاعرانو ته پکار ده د قومي او سمتي تعصب پر ځای د وحدت، یووالي او لوړو موخو لپاره کار وکړي.
په مشاعره کې شاعرانو د حماسي، وطني او دیني شعرونو ترڅنګ د اسلامي امارت د مشرتابه، د نظام د بقا او ملي یووالي په اړه هم شعرونه واورول.
دغهراز، د مشاعرې په ترڅ کې یوه تمثیلي پارچه هم وړاندې شوه چې موضوع یې په ټولنه کې د ناوړه دودونو مخنیوی او د اصلاح پیغام و.