ژبه

غزني کې ۱۳ غرختونکي شاوخوا درې زره متره لوړ غر ته وختل

غزني ښار (پژواک، ۱۹غویی ۱۴۰۵): د غزني د غرختنې ۱۳ کسیزه ډله، د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ د ترګان شاوخوا ۳۰۰۰ متره لوړ غره ته ختلې او هڅه کوي چې د غرختنې ملي ټیم ته لار ومومي.

د غزني د بدني روزنې او ورزش امر حاجي بلال مجاهد پژواک ته وویل، له دې سخت تمرین څخه موخه دا ده تر څو غزني کې نور داسې لوبغاړي وروزل شي چې ملي ټیم ته لار پیدا کړي.

هغه وویل، تر دې مخکې له غزني څخه څلورو لوبغاړو د غرختنې ملي ټیم ته لار موندلې ده.

د غرختنې فدراسیون مشر فرهاد عظیمي، پژواک ته وویل، دا ډول تمرینونه د لوبغاړو د ذهني او فزیکي پیاوړتیا لپاره اساسي اهمیت لري.

هغه زیاته کړه چې د ترګان غرونه سخت مسیر لري او لوړوالی یې د هر لوبغاړي لپاره جدي ازموینه بلل کېږي.

عظیمي وایي: «لوبغاړي ورځ تر بلې ښه پرمختګ کوي او د ملي ټیم معیارونو ته نږدې کېږي. دا یوه منظمه او له وړتیا ډکه ډله ده چې باید ملاتړ یې وشي او ورته په نورو ولایتونو کې هم د سیالیو زمینه برابره شي.»

ده وویل چې د غزني د غرختنې لوبډله به په راتلونکو اونیو کې نور سخت تمرینونه هم ترسره کړي، څو ملي ټیم ته د لارموندنې معیارونه پوره کړي.