ژبه

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي جاوېد بشارت خپل روسي سیال ته ماته ورکړه

هجرت‌الله کاکړ

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۱۱

Views: ۲۰

کابل (پژواک د وږي لومړۍ نېټه ١٤٠٥): د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي جاوېد بشارت خپل روسي سیال موسار ایبراګیموف ته ماته ورکړه.

جاوېد بشارت نن سهار (یکشنبه) د «PFL» سازمان سیالیو کې له خپل روسي سیال موسار ایبراګیموف سره میدان ته کښته شو او په پایله کې د لوبڅارانو په پرېکړه او د ډېرو امتیازونو په ترلاسه کولو یې خپل سیال ته ماته ورکړه.

د راپورونو له مخې، دغه لوبه د امریکا د فلوریډا ایالت په ټامپا ښار کې ترسره شوه.

د «PFL» سازمان نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې پکې جاوېد بشارت خپل روسي سیال ته ماته ورکوي.

د یادونې ده، جاوېد بشارت تر دې مهاله ١٦ لوبې ګټلې او دوه یې بایللې دي.