ژبه

پوتین: د اوکراین جګړه ښایي نور پای ته ورسېږي

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۵): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د اوکراین جګړه ښايي «پای ته نږدې شوې وي» او زیاته کړې یې ده چې که د سولې هوکړه وروستۍ شي، چمتو دی د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په درېیم هېواد کې وګوري.

الجزیرې لیکلي، پوتین دغه څرګندونې نن شنبه په مسکو کې د بریا ورځې له مراسمو څو ساعته وروسته کړې دي؛ هغه مراسم چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله په محدود ډول ترسره شول.

سرچینې زیاته کړې، هم‌مهاله روسیې او اوکراین د دواړو لورو د زرو بندیانو پر تبادلې هوکړه کړې او درې ورځنی اوربند هم اعلان شوی؛ هغه اقدام چې د ډیپلوماتیک بهیر د پرمختګ لپاره یې هیلې زیاتې کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دواړو خواوو د جګړې د لنډمهاله درولو لپاره د هغه غوښتنه منلې ده.

د راپور له مخې، زلنسکي هم د دغو تحولاتو په غبرګون کې ویلي چې د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتو دی، خو له دې مخکې یې مسکو ته د سفر وړاندیز رد کړی و.

پوتین ټینګار کړی چې له زلنسکي سره احتمالي لیدنه به یوازې هغه مهال ترسره شي چې د سولې هر اړخیزه هوکړه وروستۍ شي.

د یادونې ده، د روسیې او اوکراین جګړه اوس خپل پنځم کال ته داخله شوې او پراخ بشري تلفات او درانه اقتصادي او زېربنایي زیانونه یې اړولي دي.