ژبه

ټرمپ له شي جین‌پینګ سره د ایران او اقتصادي اړیکو په اړه د خبرو لپاره چین ته ځي

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۵): ټاکل شوې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکې چهارشنبې په ورځ چین ته سفر وکړي او د هغه هېواد له ولسمشر شي جین‌پینګ سره د ایران، دوه‌اړخیزو اقتصادي اړیکو او ځینو نورو مهمو نړۍوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د سپینې مرستیالې ویاندې انا کېلي ویلي چې د دواړو مشرانو رسمي هرکلی او لیدنه به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي او دغه سفر به د جمعې په ورځ پای ته ورسېږي.

سرچینې زیاته کړې چې ټاکل شوې شي جین‌پینګ هم د روان کال په وروستیو کې امریکا ته د متقابل سفر په ترڅ کې ولاړ شي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې دغه سفر «لوی سمبولیک اهمیت لري» او تمرکز به یې پر «له چین سره د اړیکو د متوازن کولو او د اقتصادي اړیکو برخه کې د عدالت او متقابل عمل» وي.

په راپور کې راغلي، د ټرمپ دغه سفر چې ټاکل شوې وه د روان کال په پیل کې ترسره شي، د مارچ په میاشت کې د امریکا او اسرائیل له لوري پر ایران د جګړې له امله وځنډول شو. دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټرمپ د دې جګړې له کورنیو او نړۍوالو پایلو سره مخ دی.

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي چې ټرمپ ښايي په خبرو کې پر چین فشار راوړي څو له ایران څخه د تېلو پېر او تهران ته د پوځي او غیرپوځي دوه‌ګوني کارونې لرونکو توکو صادرات کم کړي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ تېره اونۍ چین د «ایران پر تمویل» تورن کړی و او ویلي یې وو چې چین د ایران ۹۰ سلنه تېل اخلي او له دې لارې د «دولت له خوا د ترهګرۍ د تر ټولو لوی ملاتړي» ملاتړ کوي.

د امریکا او اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې ایران د هرمز تنګی تړلی دی؛ داسې اقدام چې د نړۍ د انرژۍ د تر ټولو مهمو لارو له جملې په یوه کې تګ راتګ محدود کړی او پر نړۍوال اقتصاد یې اغېز کړی دی.

همدارنګه له ټرمپ سره به په دغه سفر کې د څو لویو امریکایي شرکتونو، لکه د بوینګ الوتکو جوړونې او ځینو کرنیزو شرکتونو استازي هم ملتیا کوي.