ژبه

مالیزیا کې د کډوالو یوې کښتۍ ډوبېدل؛ ۱۴ کسان نادرکه دي

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۵): مالیزیايي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد لوېدیځو سواحلو ته څېرمه د اندونیزیايي کډوالو یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۱۴ کسان نادرکه شوي او د موندلو لپاره یې د لټون عملیات روان دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغې کښتۍ ښايي ۳۷ ناقانونه اندونیزیايي کډوال لېږدول.

په راپور کې راغلي چې یوه کب‌نیوونکي وروسته له هغه چې د «پانګکور» ټاپو ته نږدې یې په اوبو کې جسدونه او نور کسان ولیدل، د ژغورنې ځواکونو ته یې خبر ورکړ.

سرچینې لیکلي چې دغې کښتۍ د اندونیزیا له «کیساران» ښاره خوځېدلې وه او سپرلیو یې غوښتل د مالیزیا بېلابېلو سیمو، لکه کوالالامپور او پنانګ ټاپو ته سفر وکړي.

د مالیزیا سمندري چارواکو ویلي چې د ۱۴ نادرکه کسانو هویت لا نه دی تثبیت شوی او د هغوی د موندلو عملیات لا هم دوام لري.

د راپورونو له مخې، د اندونیزیا او مالیزیا ترمنځ سمندري پېښې کله کله رامنځته کېږي؛ ځکه ګڼ شمېر کډوال کارګران د مالیزیا په کرنیزو فارمونو او فابریکو کې د کار موندلو لپاره په ناامنو او له ټاکلي ظرفیت ډېرو بار شوو کښتیو کې سفر کوي.

د کډوالو د حقونو فعالان وایي، هر کال شاوخوا له ۱۰۰ تر ۲۰۰ زرو پورې اندونیزیایان دغه خطرناک سفر ترسره کوي او ډېری یې د انسان قاچاق‌کوونکو شبکو له لوري له ناوړه ګټه اخیستنې سره مخ کېږي.