منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

خیبر پښتونخوا کې د ځمکې ښویېدو له امله یوه ښځه مړه او څلور نورې ټپیانې شوې دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۳ کتنې

کابل (پژواک) – د خیبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې د تنورونو جوړولو لپاره د خاورې کيندنې پر مهال ځمکه ښویېدلې چې له امله يې یوه ښځه مړه او څلور نورې ټپیانې شوې دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ (د اکټوبر ۲۲مه) د شانګلې ولسوالۍ په کوزه اوري سیمه کې شوې ده.

د سیمې اوسېدونکو ویلي، دغه ښځې د تنورونو او ديګ‌دانونو جوړولو لپاره د خاورې وړلو په موخه يادې سیمې ته تللې وې چې ناڅاپه ځمکه پرې ښویېدلې او تر خاورو لاندې شوې دي.

د راپور له مخې،‌د سیمې اوسېدونکو پنځه واړه ښځې له خاورو راایستلې او د پورن ولسوالۍ مرکزي روغتون ته یې لېږدولې دي؛ خو یوې ښځې روغتون ته له رسېدو وروسته ساه ورکړې او څلور نورې تر درملنې لاندې دي.