ژبه

ټایلنډ کې له بس سره د رېل‌ګاډي ټکر؛ لږ تر لږه اته کسان مړه او ۳۵ ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۵): د ټایلنډ د پلازمېنې بنکاک په مرکزي سیمه کې د یوه باروړونکي اورګاډي او یوه بس د ټکر له امله لږ تر لږه اته کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون (شنبه) ماښام د بنکاک په مرکزي سیمه کې د هوايي ډګر د اورګاډي کرښې یوه تمځای ته نږدې شوې ده.

د راپورونو له مخې، پېښه هغه مهال شوې چې بس د اورګاډي پر پټلۍ بند پاتې و او د امنیتي خنډونو له کښته کېدو وروسته اورګاډي ورسره ټکر وکړ. وروسته اورګاډي بس او څو نور وسایط له ځان سره کش کړل، تر دې چې بس اور واخیست.

په راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه اته کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د ټایلنډ لومړي وزیر د دې پېښې د لامل د بېړنۍ څېړنې امر کړی دی. چارواکي وایي، د امنیتي خنډونو د فعالیت او پر پټلۍ د بس د درېدو څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

د یادونې ده، څو میاشتې وړاندې هم بنکاک ته نږدې په یوه بله پېښه کې پر یوه مسافر وړونکي اورګاډي د ساختماني جرثقیل د لوېدو له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.