ژبه

امریکا کې پر یوه جومات وسله‌وال برید کې پنځه کسان وژل شوي دي

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۵):  د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سن‌ډیاګو کې پر اسلامي مرکز، چې په دغه سیمه کې تر ټولو لوی جومات هم دی، د دوو وسله‌والو د ډزو له امله د همدې وسله‌والو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، یادو دوو وسله‌والو د دوشنبې په ورځ د سن‌دیګو پر اسلامي مرکز، چې د دې سیمې تر ټولو لوی جومات دی، ډزې وکړې چې له امله یې یو امنیتي ساتونکی او دوه نور نارینه ووژل شول.

د پولیسو چارواکو ویلي، دوه بریدګر چې ۱۷ او ۱۸ کلن وو، له برید وروسته په یوه موټر کې وموندل شول او داسې ښکاري چې پر ځان له ډزو کولو وروسته وژل شوي دي.

د سن‌دیګو د پولیسو مشر سکاټ وال ویلي چې اېف‌بي‌ای او سیمه‌ییز ځواکونه دغه پېښه څېړي، خو د برید انګېزه لا روښانه نه ده.

هغه زیاته کړې چې د یوه بریدګر مور د ډزو له پېښې شاوخوا دوه ساعته مخکې پولیسو ته خبر ورکړی و چې زوی یې له درې میله وسلو او خپل موټر سره له کوره وتلی او د ځان‌وژنې احتمال یې شته.

د پولیسو په وینا، د پېښې پر مهال د جومات اړوند ښوونځي کې موجودو ماشومانو ته زیان نه دی اوښتی.

په راپور کې راغلي چې د سن‌دیګو د اسلامي مرکز امام او مشر دغه برید «ټکان ورکوونکی» بللی او ویلي یې دي چې د جومات په نښه کول ډېر ټکان ورکوونکی او د منلو نه دي.

ورته موضوع