کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۵): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د نوي استوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان له بشپړېدو وروسته تایید او لاسلیک شو.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې کډوالو ته د هراړخیزو خدماتو وړاندې کولو او دایمي مېشتېدنې په پار د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې لا ګړندۍ کړې او د پراختیا په حال کې دي.
سرچینه زیاتوي چې د دغه وزارت د وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د خاکجبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدنې او باعزته ژوند په موخه د نوي استوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان تایید او لاسلیک شو.
حقاني ویلي، اسلامي امارت ژمن دی چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د سرپناه، اساسي خدماتو او مناسب ژوند زمینه برابره کړي، څو هغوی وکولای شي په خوندي او معیاري چاپېریال کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه ښارګوټي کې ټولې ۴۶۵۲ نومرې په پام کې نیول شوې دي چې د اړمنو او راستنو شوو کډوالو کورنیو لپاره به په منظم او شفاف ډول ووېشل شي.
یاد وزارت لیکلي، دغهراز د ښارګوټي په تفصیلي پلان کې د استوګنې ترڅنګ د ژوند ټولو مهمو برخو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده چې د سړکونو معیاري شبکه، جوماتونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، سوداګریز مارکېټونه، شنې ساحې، د پاکو اوبو رسولو سیسټم، برېښنا، عامه تأسیسات او نور بنسټیز خدمات د پلان اساسي برخې جوړوي، څو اوسېدونکو ته یو مناسب، منظم او باکیفیته ښاري چاپېریال برابر شي.