ژبه

د لوی اختر په مناسبت د هېواد له بندخونو څه باندې زر بنديان خوشي شول

توسط ویدا قلندري

مې 26, 2026 - 11:57 am

Views: 3

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وایي چې د سترې محکمې له تأیید او منظورۍ وروسته ۱۱۹۱ بنديان د هېواد له بېلابېلو بندخونو خوشي شوي دي.
یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو کسانو د خوشي کولو بهیر د یوې شفافې پروسې له مخې ترسره شوی دی.
د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې خبرپاڼه کاږي، د دغه اقدام موخه دا ده چې خوشي شوي کسان وکولای شي د قربانۍ اختر ورځې له خپلو کورنیو، خپلوانو او دوستانو سره په ګډه تېرې کړي.
یادې ادارې د خوشي شوو کسانو د جرمونو یا اړوندو ولایتونو په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي