ژبه

په بلجیم کې د ترافیکي پېښې له امله نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

توسط خواجه نصیراحمد صدیقی

مې 27, 2026 - 8:22 am

Views: 16

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د بلجیم په بوخن‌هاوت ښار کې د زده‌کوونکو لېږدوونکي موټر سره د اورګاډي د ټکر له امله څلورو‌ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور زده‌کوونکي سخت ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه د سې‌شنبې په ورځ د بلجیم د بوخن‌هاوت ښار د اورګاډي پټلۍ پر یوه تېرېدونکي ځای رامنځته شوې ده.

د سیمې د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ۱۲ او ۱۵ کلونو عمر لرونکو زده کوونکو، د موټر ۴۹ کلن چلوونکی او یوه ۲۷ کلنه ښځه چې له زده‌کوونکو په موټر کې سپره وه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په راپور کې راغلي چې پنځه نور زده‌کوونکي سخت ټپیان شوي دي.

سرچینې لیکلي چې چارواکو د دې پېښې د علت په اړه څېړنې پیل کړې دي.