ژبه

د غزني ښاریان: د ترافیکي اشارو نه فعالیت په ښار کې د بې‌نظمۍ او ګڼه‌ګوڼې لامل شوی

توسط واحدالله جمعه‌زاده

مې 27, 2026 - 9:52 am

Views: 12

غزني‌ښار (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۵): د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ښار په مهمو څلورلارو کې د ترافیکي اشارو نه فعالیت د ګڼې‌ګوڼې، بې‌نظمیو او تګ راتګ کې د ستونزو لامل شوی؛ خو د ترافیکو مسوولین وایي، په پلان کې لري دغه اشارې بېرته فعالې کړي.

غزني ښار چې د هېواد د اتو ولایتونو ترمنځ مهم ترانزیټي موقعیت لري او د کابل ـ کندهار عمومي لویه لار هم پرې تېرېږي، هره ورځ د زرګونو موټرو او ګڼو مسافرو د تګ راتګ شاهد وي؛ خو د ښاریانو په خبره، د ترافیکي اشارو نه فعالیت د ښار په لویو او وړو واټونو او ګڼو څلورلارو کې بې‌نظمي زیاته کړې ده.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي حاجي جمعه پژواک ته وویل، پخوا چې ترافیکي چراغونه فعال وو، په څلورلارو کې نظم موجود و او خلک په اسانه خپلو کارونو ته رسېدل، خو اوس ډېری وخت موټر په اوږدو کتارونو کې بند پاتې کېږي.

هغه زیاته کړه: «اوس چې چراغونه غیرفعال دي، هر څوک هڅه کوي لومړی تېر شي؛ همدغه کار بې‌نظمي زیاته کړې او کله ناکله خلک د ساعتونو لپاره په ګڼه‌ګوڼه کې بند پاتې کېږي.»

نوموړي غوښتنه وکړه چې ترافیکي اشارې دې بېرته فعالې شي.

د ښار یوه بل اوسېدونکي ګلاب‌خان هم ورته اندېښنه څرګنده کړه ویې ویل، غزنی ښار کوچنی دی او اوسني سړکونه یې د موجود ترافیکي حجم لپاره بسنه نه کوي.

د هغه په خبره، د نورو ولایتونو خلک هم غزني ته راځي او د کابل ـ کندهار لویه لار هم له همدغه ښاره تېرېږي، خو د ترافیکي اشارو نشتون د موټرو د ګڼې‌ګوڼې سبب شوی دی.

هغه زیاته کړه: «کله چې لارې بندې وي، خلک خپلو کارونو ته پر وخت نه شي رسېدای، سوداګریز فعالیتونه ځنډېږي او ان ناروغان هم پر وخت روغتونونو ته نه رسېږي؛ دا یوه جدي ستونزه ده.»

د ښار یوه بل اوسېدونکي وزیرمحمد وویل، د ترافیکي اشارو فعالېدل به نه یوازې د ترافیک نظم ښه کړي، بلکې د ټکرونو او شخړو مخه به هم ونیول شي.

هغه زیاته کړه: «کله چې چراغونه فعال وي، موټرچلوونکي اړ کېږي اصول مراعات کړي؛ خو اوس ډېر وخت پر سړک د لومړي تېرېدو د حق پر سر لفظي او فزیکي شخړې هم رامنځته کېږي.»

بلخوا، یو ترافیک پولیس نجیب‌الله وایي، د ترافیکي چراغونو نه فعالیت د ښار پر ترافیکي وضعیت منفي اغېز کړی دی.

هغه وویل: «په ګڼو څلورلارو کې چې چراغونه غیرفعال وي، ترافیک اړ کېږي په دوامداره ډول په واټونو کې ودرېږي او تګ راتګ تنظیم کړي، خو بیا هم بشپړ نظم نه شي رامنځته کېدای.»

یادو کسانو له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې ترافیکي اشارې بېرته فعالې کړي، څو د خلکو شته ستونزې هوارې شي.

بلخوا، د غزني د ترافیکو مدیریت مسوولین هم مني چې د ترافیکي اشارو د غیرفعالېدو له امله په وروستیو کې بې‌نظمي ډېره شوې ده.

د غزني د ترافیکو مدیر قاري نورمحمد رهبر پژواک ته وویل، د ترافیکي اشارو د بېرته فعالولو لپاره پلانونه تر کار لاندې دي او هڅه کوي دا ستونزه حل شي.

هغه زیاته کړه: «موږ د ښار د ترافیکي وضعیت د ښه‌والي لپاره هڅې کوو او پلان لرو چې ترافیکي اشارې بېرته فعالې کړو، څو ښاریانو ته اسانتیاوې رامنځته شي.»

د یادونې ده، د غزني ښاریان داسې مهال د ترافیکي اشارو د بېرته فعالېدو غوښتنه کوي چې په وروستیو کلونو کې د موټرو شمېر زیات شوی او د ښار ډېری واټونه د پراخ ترافیکي فشار د زغملو وړتیا نه لري. د دوی په باور، د ترافیکي چراغونو فعالېدل به د ښار په مهمو څلورلارو کې نظم رامنځته او د خلکو ورځنۍ ستونزې به تر یوه بریده راکمې کړي.