کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د اسلامي امارت د دفاع وزیر د ایران د ملي امنیت عالي شورا د دارالانشا د بهرني سیاست او نړۍوال امنیت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان خاوره، فضا او پولې د ایران پر ضد د ګواښ سرچینه نه ده او نه به وي.
ایرنا خبري اژانس پرون (چهارشنبه) راپور ورکړی چې د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد د مسکو د لوړپوړو امنیتي چارواکو د څوارلسمې نړۍوالې غونډې په څنډه کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د دارالانشا د بهرني سیاست او نړۍوال امنیت له مرستیال علي باقري سره لیدلي دي.
د راپور له مخې، مولوي محمدیعقوب په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان خاوره، فضا او پولې د ایران پر ضد د ګواښ سرچینه نه ده او نه به وي، او افغانستان دا موضوع په وروستۍ جګړه کې ثابته کړې ده.
په راپور کې راغلي چې مجاهد د خبرو په دوام د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د پلاوو د تګراتګ د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
د دغه راپور پر بنسټ، علي باقري په دې لیدنه کې ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه او صهیونیستي رژیم د سیمې ګډ دښمنان دي.
هغه ویلي، د سیمې هېوادونه حق لري چې د خپل امنیت او برخلیک په اړه خپله پرېکړه وکړي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د سیمې هېوادونه د سلا مشورو او ګډو همکاریو په پیاوړتیا سره د درېیمو هېوادونو له لاسوهنې پرته د سیمهییزو چارو په اړه د خپلواکو پرېکړو زمینه برابره کړي.
باقري همداراز د همکاریو لپاره د ګډو اعتقادي او سیاسي بنسټونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د ایران او افغانستان اقتصادي او بنسټیزې همکارۍ یې د سیمې د دوامدار امنیت او ثبات لپاره مهمې بللې دي.