ژبه

نورستان کې د څو سیلانیانو له خوا ډزو کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

توسط ولي محمد شینواری

مې 31, 2026 - 10:33 am

Views: 22

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د نورستان ولایت مقام وایي چې په دغه ولایت کې د څو سېلانیانو د ډزو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او عاملین نیول شوي دي.

د نورستان ولایت د مقام خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د نورستان د مرکز پارون اړوند د اشټيوي په تفريحي ساحه کې د ځينو سېلانيانو له لوري د ډزو له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي: «دغه پېښه هغه مهال وشوه چې ځايي اوسېدونکي زین‌السلام مازديګر مهال خپل چمن ته اوبه ورکولې چې هوایي مرمۍ یې ژوند واخیست.»

خبرپاڼه کې راغلي چې د ډزو عاملین نیول شوي او د پېښې په اړه به هر اړخيزې قانوني څېړنې ترسره شي او له مسوولو کسانو سره به د اسلامي قوانينو له مخې چلند وشي.

د نورستان ولایت مقام له سېلانيانو غوښتنه کړې چې د تفريح او سفر پر مهال امنيتي او قانوني اصول په پام کې ونيسي، څو د ورته خواشينوونکو پېښو مخه ونيول شي.