ژبه

جلالي د روغتیا نړۍوال سازمان له مشر سره د روغتیايي پروګرامونو پر پیاوړتیا غږېدلی

احمد صهيب حسرت

جون 5, 2026 - 9:14 am

Views: 9

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې د پولیو لابراتوار پر فعالیت، د روغتیا برخه کې د نوو کړنو پر څرنګوالي او د ځینو روغتیایي پروګرامونو ښه پلي کېدو په موخه پر همغږۍ خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان له مشر ډاکټر اډوین سنیزا سلواډر او مل پلاوي سره ليدلي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼه له مخې، په دې لیدنه کې د روغتیایي سیسټم اړوند د نړۍوالې ټولنې پر ملاتړ، د پولیو لابراتوار پر فعالیت، روغتیا برخه کې د نوو کړنو پر څرنګوالي او د ځینو روغتیایي پروګرامونو د ښه پلي کېدو په موخه د همغږۍ بحث او خبرې ترسره شوې.

جلالي ویلي: «موږ په پوره ژمنتیا سره د هېواد روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره کار کوو او هڅه کوو چې د نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ ټولو هېوادوالو ته باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړو.»

هغه دغه‌راز د روغتیا نړۍوال سازمان د راتلونکو برنامو اړوند هم خبرې ترسره او اړوند موضوعاتو کې یې لازمې سپارښتنې کړې دي.
حسرت