کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵): ملګري ملتونه وایي، د صربستان یو سولهساتی ځواک د لبنان په جنوب کې د مرجعیون ښار ته نږدې د ډزو په پېښه کې وژل شوی او دوه نور سولهساتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه برید د چهارشنبې ورځې ماښام شوی او له امله یې د ملګرو ملتونو د موقت ځواک (یونیفل) اړوند صربستانی سرتېری «میلووان یووانوویچ» د سختو ټپونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې لیکلي چې دوه نور سولهساتي ځواکونه، چې یو یې د السلوادور او بل یې د هسپانیې تبعه دی، هم په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ویاند،سټیفن دوجاریک یوې خبري غونډې ته ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوترېش، د دغه سولهساتي ځواک د وژل کېدو پېښه غندلې ده.
د هغه په خبره، ۳۶ کلن یووانوویچ واده کړی و، یو زوی او یوه لور یې لرل او دا یې د ملګرو ملتونو د سولهساتنې په ماموریت کې لومړنی خدمت و.
دوجاریک ټینګار کړی: «پر سولهساتو ځواکونو بریدونه باید ودرول شي. دا ډول بریدونه د بشردوستانه نړۍوالو قوانینو جدي سرغړونه ده او ښايي جنګي جنایت وګڼل شي.»
ملګرو ملتونو ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي، خو لومړنۍ ارزونې ښيي چې مرمۍ د لیتاني سیند له شمال څخه په غیرمستقیم ډول د سولهساتو ځواکونو پر مرکز ویشتل شوې دي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د روان میلادي کال د مارچ میاشتې له پیله د اسرائیل او د لبنان د حزبالله ترمنځ نښتې یو ځل بیا سختې شوې دي.
هممهاله، په لبنان کې د اوربند د ټینګښت لپاره د امریکا متحده ایالتونو هڅې هم له ننګونو سره مخ شوې او حزبالله د اوربند نوی وړاندیز رد کړی دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د مارچ میاشتې راهیسې په لبنان کې اووه سولهساتي ځواکونه وژل شوي دي. همداراز، د ملګرو ملتونو سرمنشي غوښتنه کړې چې د روان کال په پای کې د اوسني ماموریت له ختمېدو وروسته هم د یونیفل ځواکونو حضور په لبنان کې دوام ومومي.