ژبه

ایران له امریکا سره احتمالي هوکړه د خپلې کنګل شتمنۍ له ازادېدو سره مشروطه بللې ده

سهراب سروری

جون 6, 2026 - 10:39 am

Views: 16

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵): د ایران د رهبر پوځي سلاکار وایي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې احتمالي هوکړه د ټرمپ ادارې له لوري د ایران د کنګل شوې ۲۴ میلیارد ډالرو شتمنۍ له ازادېدو سره مشروطه ده او خبرداری یې ورکړی چې که جګړه بېرته پیل شي، امریکا به «تیاره دهلېز» ته ننوځي.

د ایران د رهبر پوځي سلاکار محسن رضايي پرون (جمعه) له سي‌اېن‌اېن سره په خبرو کې ویلي: «د امریکا او ایران ترمنځ احتمالي سوله‌ییزه هوکړه د ټرمپ ادارې له لوري د ایران د کنګل شوې ۲۴ میلیارد ډالرو شتمنۍ له ازادېدو سره تړلې ده او که جګړه بېرته پیل شي، امریکا به یوه تیاره دهلېز ته ننوځي.»

هغه زیاته کړې چې خبرې‌اترې «بن‌بست» ته رسېدلې دي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید دغه حالت مات کړي.

رضايي ویلي: «توپ د ټرمپ په میدان کې دی.»

نوموړي څرګنده کړې چې ایران غواړي د هوکړې له لاسلیک کېدو وروسته ۱۲ میلیارد ډالر شتمنۍ ازادې شي او پاتې ۱۲ میلیارد ډالر یې په راتلونکو پړاوونو کې ازاد کړل شي.

هغه زیاته کړې چې د دغو شتمنیو ازادول پر امریکا د باور رامنځته کولو لپاره مهم دي.

محسن رضايي ویلي: «که هغه (ټرمپ) غواړي له ایران سره هوکړې ته ورسېږي، دا ۲۴ میلیارد ډالر د هغه باور ازموینه ده چې ایران یې له ټرمپ سره غواړي ولري؛ دا هغه ازموینه ده چې امریکا باید ترې بریالۍ ووځي، څو لاره هواره شي.»

د ایران د رهبر پوځي سلاکار ټینګار کړی: «دا زموږ خپلې پیسې دي، نه د امریکا.»

محسن رضايي همدارنګه د ډونالډ ټرمپ او د ایران د رهبر مجتبی خامنه‌یي د احتمالي لیدنې احتمال رد کړی او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې دا مهال درېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر تېره اونۍ ویلي وو، ښايي له مجتبی خامنه‌یي سره لیدنه وکړي.