ژبه

لولا د څلورم ځل لپاره د برازیل ولسمشر وټاکل شو

EPA/ Shutterstock

سهراب سروری

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۸

۵ کتنې

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د برازیل اوسني ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې بریا خپله کړې او د څلورم ځل لپاره د دغه هېواد ولسمشر ټاکل شوی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د برازیل د ټاکنو ادارې نن (یکشنبه) د ټاکنو پایلې اعلان کړې دي.

د راپور له مخې، لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا په دغو ټاکنو کې له ښي‌اړخي سناتور فلیپ بولسونارو سره سیالي وکړه او هغه ته یې ماتې ورکړه.

په همدې حال کې، د امریکا ملي راډیو (اېن‌پي‌ار) په یوه راپور کې لیکلي چې لولا دا سیلوا د ټاکنو په دویم پړاو کې د څه باندې ۵۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالی شوی او د څلورم ځل لپاره د برازیل ولسمشر ټاکل شوی دی.

د راپور له مخې، د پایلو د اعلان پر مهال د ټولو رایو څه باندې ۹۶ سلنه شمېرل شوې وې.

لولا په ساو پاولو ښار کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال ویلي چې دغو ټاکنو د انکار او دروغو ماتې څرګنده کړې ده.

په همدې حال کې، بولسونارو د ټاکنو پایلې «د نه توجیه وړ» بللې او ویلي یې دي چې د دغو پایلو د باطلولو لپاره به اقدام وکړي.