کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ کال له پیل څخه تر دا مهاله په هېواد کې ۷۵ کسانو اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د یادې ادارې ویاند، حافظ محمد یوسف حماد ویلي چې په مړو شویو کسانو کې ۲۷ نارینه، اووه ښځې او ۴۱ ماشومان شامل دي.
دی وایي چې یادې پېښې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې رامنځته شوي دي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار کې چارواکي ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان په سیندونو کې د لامبو پرمهال مړه شوي چې لس یې کم عمره هلکان دي .
حماد له خلکو غواړي چې د لامبو او چکر پر مهال د دغې ادارې لارښوونې په پام کې ونیسي.