منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:44 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
پېښې

د سږ کال هېواد کې ۷۵ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

· 1 دقیقه لوستل · 122 کتنې

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ کال له پیل څخه تر دا مهاله په هېواد کې ۷۵ کسانو اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې ویاند، حافظ محمد یوسف حماد ویلي چې په مړو شویو کسانو کې ۲۷ نارینه، اووه ښځې او ۴۱ ماشومان شامل دي.

دی وایي چې یادې پېښې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

د افغانستان ختیځ ننګرهار کې چارواکي ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې  لږ تر لږه ۱۵ کسان په سیندونو کې د لامبو پرمهال مړه شوي چې لس یې کم عمره هلکان دي .

حماد له خلکو غواړي چې د لامبو او چکر پر مهال د دغې ادارې لارښوونې په پام کې ونیسي.