منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۲ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

پارون کې سیلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي؛ د ژغورنې عملیات روان دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۲۵ کتنې

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې ویلي، د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

یادې ادارې ویلي: «د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤولین سیمې ته رسېدلي او هلته یې د شهیدانو او ټپيانو د موندلو او د ژغورنې عملیات پیل کړي دي.»

د ادارې د معلوماتو له مخې، د تلفاتو او خساراتو لومړني ارقام به د پلټنې او ارزونې وروسته شریک شي.