ژبه

یوه اوزبېکستاني شرکت په افغانستان کې د کاني موادو د پروسس يوې کارخونې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

هجرت‌الله کاکړ

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۴:۱۶

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې یو اوزبېکستاني شرکت په افغانستان کې د کرومایټ او سربو کانونو برخه کې پانګونې او همدارنګه د کاني موادو پروسس لپاره د یوې معیاري کارخونې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د اوزبېکستان د سفیر له مرستیال بهادر تاشمنوف، د «تیمورسنا» شرکت له رييس اکرم قلندروف او د هغوی له افغان شریکانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

سرچینه زیاتوي، په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د هېواد د کاني سرچینو برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د اوزبېکستان د سفیر مرستیال او د تیمورسنا شرکت رییس په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې مهمې وبللې.

سرچینه کاږي، د یاد شرکت ريیس د کرومایټ او سربو کانونو برخه کې د پانګونې او همدارنګه په هېواد کې د کاني موادو د پروسس لپاره د یوې معیاري کارخونې جوړولو ته خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د هغوی د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او ترې ویې غوښتل چې د یادو کانونو په اړه مشخص وړاندیزونه (پروپوزل) وړاندې کړي.

نوموړي دغه‌راز د بهرنیو پانګه‌والو د جذب او ملاتړ په موخه د لازمو همکاریو او لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.