ژبه

د کرکټ درې اړخیزه سیالۍ؛ افغان ابدالیان نن د سریلانکا له الف لوبډلې سره لوبه کوي

هجرت الله کاکړ

۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۱

Views: ۱۷

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد الف «افغان ابدالیان» لوبډله نن د سریلانکا له الف لوبډلې سره خپله دویمه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي.

د افغانستان، سریلانکا او هند الف لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه سیالۍ په سریلانکا کې روانې دي.

کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان الف «افغان ابدالیان» لوبډله به د افغانستان په وخت نن سهار نهه بجې د خپلې دویمې یو ورځنۍ لوبې په موخه د سریلانکا د الف لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

دغه لوبه په سریلانکا کې ترسره کېږي.

همدارنګه د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د هند الف لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.