کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې سويډن له افغانستان سره نږدې درې میلیونه امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
اوچا نن (یکشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه مرسته د سویډن له لوري د افغانستان بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې ده.
اوچا څرګنده کړې چې دغه مالي مرسته مرستندویو بنسټونو ته دا زمینه برابروي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ناڅاپي بشري بحرانونو ته په چټکۍ ځواب ووايي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر زیاته کړې چې د سوېډن دغه مرسته ۲۸ میلیونه سویډني کرونه دي چې د ۲.۹۹ میلیونه امریکايي ډالرو معادل کېږي.
اوچا دغه مرسته «سخاوتمندانه» بللې او له سویډنه یې مننه کړې ده.