ژبه

د پنجشېر ۳۲۰۸ قیراطه زمرد په څه باندې ۱۳۹ زره ډالرو وپلورل شول

فرید تنها

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۲:۰۳

Views: ۹

پاراخ (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵):  د پنجشېر ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د زمردو په یوه داوطلبۍ کې ۳۲۰۸ قیراطه زمرد په ۱۳۹ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالرو پلورل شوي دي.

د پنجشېر ولایت مقام رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه داوطلبي د کانونو د څارنې او ساتنې پلاوي، ځایي مسوولینو او د قیمتي ډبرو د سلګونو سوداګرو په حضور کې ترسره شوې ده.

یاد دفتر لیکلي چې په پنجشېر کې د زمردو قانوني او رڼې داوطلبۍ، د عوایدو د زیاتوالي ترڅنګ، د پانګوالو، د قیمتي ډبرو د سوداګرو او د دغه ولایت د نويو ځوانو سوداګرو د جذب په برخه کې مهم رول لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو داوطلبیو کې د سوداګرو پراخ حضور، نړیوالو بازارونو ته د پنجشېر د زمردو د لا ډېرې معرفۍ زمینه برابره کړې او دغه محصول یې د قیمتي ډبرو په منځ کې پر یوه پېژندل شوي نوم بدل کړی دی.

د پنجشېر ځایي مسوولین د کان‌کېندنې د ساحو پراخول او د زمردو رڼه پلورنه، د عوایدو د زیاتوالي او د دغه ولایت اوسېدونکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو له اغېزناکو لارو بولي.