ژبه

د قزاقستان لوړپوړی پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ کابل ته راغلی

پژواک

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۸:۵۵

Views: ۱۵

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د قزاقستان یو لوړپوړی پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر، سریک ژومانګارین، په مشرۍ د افغان–قزاق اقتصادي فورم او د قزاقستاني محصولاتو په نندارتون کې د ګډون په موخه کابل ته رارسېدلی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پلاوي کې د سکتوري ادارو یو شمېر مرستیالان، د اقتصادي بنسټونو مسوولین او د قزاقستان د خصوصي سکټور مخکښ استازي شامل دي.

سرچینې زیاته کړې چې ټاکل شوې دغه پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث او خبرې وکړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې سفر موخه په «افغان–قزاق سوداګریز او اقتصادي فورم» کې ګډون او همدارنګه په کابل کې د قزاقستان جمهوریت د محصولاتو او تولیداتو د نندارتون جوړول دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، تمه ده چې د افغان–قزاق فورم او د قزاقستان د محصولاتو نندارتون به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د نویو سوداګریزو مشارکتونو د رامنځته کېدو، د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې لوړولو، د تجربو د تبادلې او د پانګونې د جلب لپاره نوې زمینې برابرې کړي.